د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر غزنی ته د خپل سفر په ترڅ کې له خبریالانو سره کتلی

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۱۶ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې نن له غرمې وړاندې د اطلاعات او کلتور سرپرست وزیر ملا خیرالله خیرخواه په غزنی کې له مېشتو یو شمېر خبریالانو سره وکتل.
د خبر له مخې یاده کتنه کې د غزنی د خبریالانو د ټولنی مشر دغه ولایت کې د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې شته ستونزې وزیر سره شریکې کړې او اطلاعاتو ته د نه لاسرسی عامل یې په سیمه ییزو ادارو کې د مطبوعاتو په برخه کې د مسلکی کسانو نشتون یاد کړ.
په یاده کتنه کې د غزنی د اطلاعات او کلتور رییس ملا حمیدالله نثار وویل، چې د اوسنی سرپرست حکومت په راتګ هېڅ یوې رسنۍ خپل فعالیت په غزنی کې نه دی توقف کړی، بلکې د پخوا په پرتله د رسنیو شمېر زیات شوی او د یاد ریاست او خبریالانو تر منځ پوره همغږۍ موجوده ده.
خبر زیاتوی، چې په دغه کتنه کې د اطلاعات او کلتور سرپرست وزیر ژمنه وکړه چې د خبریالانو ستونزو ته به د هېواد په کچه رسیدګی کوی.
دغه ژمنه په داسې مهال کیږی چې دې وروستیو کې د هېواد په کچه خبریالان د اقتصادی ستونزو ترڅنګ ګڼو مشکلاتو سره لاس او ګرېوان دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.