کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۱۴ مه نېټه):
د دغه وزارت له لوری په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوی،چې د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر د اروپایی ټولنې له ځانګړی استازی توماس نیکلسن او د یادې ټولنې له سفیرې رافیلا یودېچه سره د کتنې پرمهال افغانستان کې د روان وضعیت په اړه خبرې کړې دی.
د خبرپاڼې له قوله توماس نیکلسن په دغه کتنه کې د کلتوری او تاریخی میراثونو د ساتنې، د بیان ازادی په ځانګړې توګه د رسنیزو تخطیو د څېړنې کمېسیون په تړاو خبرې کړې او په دې تړاو یې د سرپرست حکومت کړنې ستایلې دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ