د افغانانو حقونو خوندیتوب لپاره د ریچارډ بنیټ غوښتنه

ګهیځ نیوز: نن دوشنبه (د غوایی یا ثور ۵مه او د اپرېل میاشتې ۲۵مه نېټه ده) ریچارډ بنیټ وایی، د افغانانو بشر حقونو خوندیتوب ته باید جدی پاملرنه وشی.
بنیټ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشری حقونو وضعیت ځانګړی راپور جوړوونکی دی.
هغه پر خپله ټویټر پاڼه لیکلی: “د افغانانو بشری حقونه باید خوندی شی، د سرغړونو مخه ونیول شی او په نړیواله کچه تضمین شوی عدالت تامین شی “.
دغه راز بنیټ افغانستان کې وروستیو پېښو ته په اشارې سره ویلی، چې په دې اړه به خپلو څېړنو ته دوام ورکړی.
تېره اونۍ د کابل په دشت برچی کې پر دوه ښوونځیو، مزار کې د شعیه ګانو پر جومات او د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې هم د اهل تسنن په یوه جومات کې پر لمونځ کوونکو بمی چاودنې وشوې، چې لسګونه ملکی وګړی یې ووژل او لسګونه نور یې ټپیان کړل.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.