د افغانستان، ازبکستان، قرغزستان او چین ترمنځ د اقتصادی دهلېز قرارداد تمدید شو

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ټولګټو وزارت خبر ورکړی، چې د افغانستان، ازبکستان، قرغزستان او چین ترمنځ د اقتصادی دهلېز څلور اړخیز قرارداد د ۲۰۲۵ کال لپاره تمدید شو.

د دې قرارداد د تمدید مراسم د ازبکستان په پلازمېنه کې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ د مرستیال، مولوی محمد اسحاق صاحبزاده په شتون کې ترسره شوی دی.

د خبر پر بنسټ د ۲۰۲۴ کال په اوږدو کې د یاد اقتصادی دهلېز له لارې ۴۲۰۰ کانټینرونه انتقال شوی او د ۲۰۲۵ کال لپاره د قرارداد د تمدید په پایله کې به د انتقالاتو شمېر نور هم زیات شی، چې د سیمې په سوداګریزه وده کې به مهم اغېز ولری.

یاد اقتصادی دهلېز په ۲۰۲۲ کال کې د افغانستان، ازبکستان، قرغزستان او چین ترمنځ جوړ شوی، چې د چین له لارې قرغزستان او ازبکستان څخه تېریږی او د حیرتان – مزار شریف اوسپنې پټلۍ سره نښلول کیږی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.