د افغانستان الف کرکټ لوبډلې هندوستان ته ماتې ورکړه

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب  ۵ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د آسیا ایمرجینګ جام په دوهمه نیمه پایلوبه کې د افغانستان الف لوبډلې د هندوستان الف لوبډلې ته د ۲۰ منډو په توپیر ماتې ورکړه او پایلوبې ته یې لار پیدا کړه.

دغه سیالی تېره ورځ د عمان په کوربتوب ترسره شوه، چې د پچې تر ګټلو وروسته افغانستان د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره شلو اورونو کې ۲۰۶ منډې هدف ورکړ.

په افغان توپوهونکو کې یو وار بیا پیلیز توپوهونکی صدیق‌الله اتل تر ټولو مخکښ توپ وهونکی و، چې په ۸۳ منډو وسوځېد.

د هندۍ لوبډلې یوازینی بریالی توپ اچونکی راسخ سلام و، چې ۳ افغان لوبغاړی یې وسوځول.

د هندوستان الف لوبډلې د هدف په تعقیب ۱۸۶ منډې وکړې او ۷ لوبغاړی یې له لاسه ورکړل.

دا لومړی ځل دی چې افغان ابدالیان د آسیا ایمرجېنګ جام پایلوبې ته وځی.

ټاکل شوې چې دغه پایلوبه سبا د اکټوبر په ۲۷مه نېټه د سریلانکا الف او افغان ابدالیانو ترمنځ ترسره شی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.