کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۲۳ مه نېټه):
د راپورونو د له مخې د افغانستان د امانتی صندوق چارواکی وایی، چې دغه صندوق تر اوسه ۱۳۵ میلیونه ډالره ګټه کړې ده.
د افغانستان امانتی صندوق د ۱۴۰۱ لمریز کال د وږی په مه ۲۴جوړ شو.
د افغانستان د امانتی صندوق د مدیره پلاوی غړی شاه محمد محرابی وایی، چې په ټوله کې د دغه صندوق د جوړېدو موخه په هېواد کې د پانګې د زیاتېدو لپاره د شتمنیو ستنېدل دی.
بلخوا د کانونو او صنایعو خونه د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو یوه برخه په خصوصی سکټور پورې اړونده ګڼی او وایی، چې د اقتصادی ودې لپاره اړتیا ده چې کنګل شوې شتمنۍ بېرته آزادې شی.
ورته مهال د اقتصاد وزارت یو ځل بیا له امریکا متحده ایالتونو غواړی چې له قید او شرط پرته د هېواد ټولې شتمنۍ ازادې کړې.
دا په داسې حال کې ده چې پر هېواد د سرپرست حکومت له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان څه باندې نهه میلیارده ډالره د امریکا او اروپا په بانکونو کې کنګل شوې دی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ