د افغانستان او ایران ترمنځ ځانګړې صنعتی ساحه جوړیږی

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۲۲ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ایرانی رسنیو ویلی، چې یو شمېر ایرانی پانګوالو د سرپرست حکومت اقتصادی مرستیال سره کتنه کې د افغانستان او ایران ترمنځ د ځانګړې صنعتی ساحې جوړولو برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې.

ایرانی پانګوالو دې کتنه کې په افغانستان کې د اوسپنې، کانونو استخراج او پروسېس، لمریزې برېښنا تولید، د سړک او رېل لارې شبکو غځولو او د معیاری صنعتی فابریکو جوړولو ته لېوالتیا ښودلې ده.

دغو ایرانی پانګوالو ویلی، چې افغانستان د پانګونې لپاره یو مناسب هېواد دی او دوی چمتو دی، څو په یادو برخو کې پانګونه وکړی.

اقتصادی مرستیال دغو پانګوالو ته په یادو برخو کې د سرپرست حکومت له لوری د هر ډول همکارۍ او له نږدې کار کولو ډاډ ورکړی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.