د افغانستان او ایران تر منځ د سوداګرۍ کچه لوړه شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې مسوولینو ویلی، چې د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ کچه په کال کې څلور میلیارده ډالرو ته رسېدلې.

هرات کې یې د ایران سرکونسل دا لویه لاسته راوړنه بللې ده.

بل لور د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایی، قیمتی ډبرې، ممیز، سرب، نوشابه او کنجد هغه مهم ترین توکی دی، چې افغانستان یې ایران ته صادروی.

یاد وزارت دغه راز، ډیزل، پټرول، ګاز، د تولیدی کارخانو لپاره خام مواد او سمنټ هغه توکی بللی، چې  له ایران څخه واردیږی.

د دې ترڅنګ د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایی، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو له راپیدا کېدو وروسته په تېرو درې کالو کې افغان سوداګرو ایران ته مخه کړې او له دې لارې له نړۍ سره سوداګری پراخه کړې ده.

د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی ویلی وو،  تهران هڅه کوی چې په ایران کې افغان سوداګرو او د کاری فرصتونو رامنځته کوونکو ته د لویو پروژو په برخه کې د پانګونې لپاره اسانتیاوې برابرې کړی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.