کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب ۲۲ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان او ایرلېنډ کرکټ ملی لوبډلو ترمنځ نن مازیګر ۴ بجې درېیمه یو ورځنۍ لوبه کیږی.
کرکټ بورډ ویلی، چې د دې لوبې لپاره لوبغاړو ښه چمتوالی نیولی دی.
افغان لوبډلې تر دې وړاندې په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې ایرلېنډ ته ماتې ورکړه او دوهمه لوبه بیا د باران له امله لغوه اعلان شوه.
که نننۍ لوبه هره لوبډله وګټی نو د لوبلړۍ ګټونکې لوبډله به اعلان شی.
د یادولو وړ ده، چې د دواړو لوبډلو ترمنځ به د یو ورځنیو لوبو وروسته درې شل اوریزې لوبې هم ترسره شی او تمه ده چې په هغو لوبو کې ستوری لوبغاړی راشدخان هم تر درې میاشتنی ځنډ وروسته بېرته له خپلې لوبډلې سره یوځای ولوبیږی
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ