د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ ټرانزیټی بندر جوړیږی

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې لومړۍ نېټه):
د راپورونو له مخې افغان حکومت ویلی، چې د بادغیس ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ یو ټرانزیټی بندر جوړیږی.
د سرپرست حکومت ویاند ویلی، چې د دغه مسیر د جوړولو لپاره لګښت مشخص شوی او د دغې پروژې د عملی کولو لپاره هڅې دوام لری.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت، د بالامرغاب ولسوالۍ د مورچاق سیمې له ارزونې او د ولسوالۍ د اوسېدونکو د غوښتنو په اړه خبر ورکړی او زیاته کړې یې ده، چې له ترکمنستان سره د ټرانزیټی بندر د جوړولو په تړاو د دغه وزارت د سرپرست د سفر راپور به هم ژر د سرپرست حکومت مشر ته وړاندې کړی.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې بیا د بادغیس په بالا مرغاب ولسوالۍ کې له ترکمنستان سره د ټرانزیټې بندر جوړېدل د هېواد سوداګرۍ او اقتصاد د پراختیا لپاره ګټور بولی.
سرپرست حکومت په داسې مهال له ترکمنستان سره د نوی بندر له جوړېدو خبر ورکوی، چې اوس‌ مهال له دغه هېواد سره د فاریاب آقینه او د هرات تورغونډۍ بندرونه فعال دی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.