کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه۳۰ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان او سریلانکا کرکټ ملی لوبډلو ترمنځ نن ماښام ۶ بجې دوهمه شل اوریزه لوبه ترسره کیږی.
افغان لوبډله چې د سریلانکا هېواد په سفر تللې، تردې دمه یې له کوربه لوبډلې څخه کومه نه ده ګټلې.
افغان لوبډلې تر دې وړاندې سیالۍ لوبډلې ته یوازینۍ ټیسټ لوبه، د یو ورځنیو لوبو لړۍ او همدا راز لومړۍ شل اوریزه لوبه بایللې ده.
د نننۍ لوبې ګټل د افغانستان لپاره ډېر زیات اړین بلل کیږی، ځکه که چېرته دا لوبه بایلی نو، د شل اوریزو لوبلړۍ به هم کوربه لوبډله په خپل نوم کړی.
افغان لوبډله که څه هم په شل اوریزو لوبو کې له غوره لوبډلو څخه ګڼل کیږی، خو بیا یې هم په دې لوبلړۍ کې په ماتې پیل کړی دی.
د کرکټ مبصرین بیا د راشد خان او مجیب الرحمن نشتون په لوبډله کې د پرلپسې ماتو اصلی لامل بولی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ