کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۱۴ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلی، چې په تېر یوه کال کې د منځنۍ آسیا له هېوادونو سره د نږدې یو نیم میلیارده ډالرو په ارزښت سوداګریزه راکړه – ورکړه شوې ده.
د خبر پر بنسټ، د دغه وزارت ویاند ویلی چې په دغه راکړه – ورکړه کې سل میلیونه ډالره صادرات شوی، چې ډېره برخه یې تازه او وچه مېوه ده.
بل لور بیا سوداګر وایی، چې منځنۍ آسیا ته د افغانستان صادرات ډېر کم دی او اړتیا ده چې په دغه برخه کې لا زیاته پاملرنه وشی.
د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایی، په پام کې ده چې د افغانستان د محصولاتو لپاره د بازار موندنې په موخه د روان کال د مارچ میاشتې په اوله ترکمنستان کې یو نندارتون جوړ شی، چې افغان سوداګر به هم په کې ګډون وکړی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت له لوری خپرې شوې شمېرې ښیې، چې په ۲۰۲۳ کال له افغانستانه کابو ۲ میلیارده ډالره صادرات شوی چې ډېری هند، پاکستان، چین او متحده عربی اماراتو ته شوی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ