کابل-ګهیځ نیوز(د وری/ حمل ۱۴ مه نېټه)
د افغانستان او نیپال د ۱۹ کلنو کرېکټ ملی لوبډلې نن پنجشنبه، د اپریل ۳مه، یو له بل سره سیالی کوی.
د کرېکټ نړیوالې شورا (ICC) د معلوماتو له مخې، دغه لوبه به د افغانستان پر وخت سهار ۸:۴۵ بجې د نیپال په کوربهتوب پیل شی.
دا سیالی د دریو یوه ورځنیو (۵۰ آوریزو) لوبو یوه برخه ده، چې دوهمه لوبه به د اپریل په ۶مه او دریمه یې د اپریل په ۹مه ترسره شی.
د دې سیالیو له پای ته رسېدو وروسته، د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډله به د ۱۹ کلنو د کرېکټ نړیوال جام ته د لارموندنې په سیالیو کې برخه واخلی. دا سیالۍ به د نیپال په میلپانی ښار کې ترسره شی، او د افغانستان لوبډله به د عمان، هانګ کانګ، اماراتو او نیپال له لوبډلو سره مخ شی.
هغه لوبډله چې په دغو سیالیو کې غوره وبلل شی، د ۲۰۲۶ کال د ۱۹ کلنو د کرېکټ نړیوال جام ته لار مومی، چې په زمبابوې او نمیبیا کې به ترسره شی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ