کابل-ګهیځ نیوز(د تلی/ میزان ۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې ویلی، چې په روان لمریز کال کې د افغانستان او پاکستان راکړه – ورکړه نږدې ۶۰ سلنه کمه شوې ده.
د مسوولینو په خبره د دې کمښت ستر لامل د دواړو هېوادونو ترمنځ د تورخم دروازې مکرراً بدېدل دی.
د خبر پر بنسټ له نږدې یوې میاشتې راهیسې دغه لاره د سوداګرۍ د راکړې – ورکړې پرمخ تړل شوې ده.
افغانستان د هغو هېوادونو له ډلې دی چې د صادراتو او وارداتو توازن یې یو شان نه دی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د شمېرو له مخې هر کال له نورو هېوادونو نږدې لس میلیارده ډالره راکړه – ورکړه لری، چې له دې منځه یې نږدې دوه میلیارده ډالر صادرات جوړوی.
د صادراتو له ډلې شاوخوا یو میلیارد ډالر صادرات پاکستان ته کیږی؛ خو هر وخت د ګډو بندرونو تړل کېدل او د ګمرکی تعرفو لوړوالی له پاکستان سره د سوداګرۍ کچه د پام وړ کمه کړې ده.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ