معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د افغانستان او چین ترمنځ د باروړونکي ریل تګ – راتګ پیل شو

د افغانستان او چین ترمنځ د باروړونکي ریل تګ – راتګ پیل شو

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۱۲ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ‏چین کې د افغان حکومت سفارت خبر ورکړی، د چین جیانګسو ولایت نانټونګ ښار څخه افغانستان ته د باروړونکي رېل تګ – راتګ پیل شو.

بیجینګ کې د افغان سفیر دې مراسمو کې ویلي، افغان حکومت غواړي ګاونډیو هېوادونو سره په اقتصادي لحاظ له بېلابېلو لارو په تلپاتي توګه ونښلول شي.

نوموړي د رېل په وسیله د افغانستان او چین نښلولو یو مثبت ګام او د بهرنۍ نړۍ لپاره د یوې اقتصادي دروازې په توګه ارزښتمند بللی.

نوموړي هیله ښودلې، چې ریل په وسیله دغه اقتصادي اتصال به د چین حکومت د یو کمربند او یوې لارې په نوښت کې یو ځای کېدل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اقتصادي همکاریو پیوستون لا پیاوړی کړي.

په برقي سامان الاتو، رخت او نورو توکو بار دغه ۵۰ کانټینره ریل به شلو ورځو کې له نانتونګ ښار څخه د حیرتان بندر ته ورسیږي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس