کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۱۲ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې چین کې د افغان حکومت سفارت خبر ورکړی، د چین جیانګسو ولایت نانټونګ ښار څخه افغانستان ته د باروړونکی رېل تګ – راتګ پیل شو.
بیجینګ کې د افغان سفیر دې مراسمو کې ویلی، افغان حکومت غواړی ګاونډیو هېوادونو سره په اقتصادی لحاظ له بېلابېلو لارو په تلپاتی توګه ونښلول شی.
نوموړی د رېل په وسیله د افغانستان او چین نښلولو یو مثبت ګام او د بهرنۍ نړۍ لپاره د یوې اقتصادی دروازې په توګه ارزښتمند بللی.
نوموړی هیله ښودلې، چې ریل په وسیله دغه اقتصادی اتصال به د چین حکومت د یو کمربند او یوې لارې په نوښت کې یو ځای کېدل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اقتصادی همکاریو پیوستون لا پیاوړی کړی.
په برقی سامان الاتو، رخت او نورو توکو بار دغه ۵۰ کانټینره ریل به شلو ورځو کې له نانتونګ ښار څخه د حیرتان بندر ته ورسیږی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ