ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د وری ۲۳مه او د اپرېل ۱۲مه نېټه ده) د افغانستان بانک خبر ورکوی چې که څوک په غیر قانونی ډول د صرافۍ او پولی خدمتونه مخ ته وړی نو د فعالیت لپاره دې قانونی جواز واخلی.
د افغانستان بانک وایی، د جواز اخستلو لپاره دې دغه بانک ته ورشی.
د بانک ویاند صابر مومند وایی، له هغو کسانو سره به قانونی چلن وشی چې تر دې وروسته هم د خپلو صرافۍ او پولی خدمتونو لپاره قانونی جواز و نه لری.
هغه دغه راز پر هېوادوالو غږ وکړ چې د خپلو پیسو د خوندیتوب لپاره دې له غیر قانونی ادرسونو او صرافیو ډډه وکړی.
گهیځ