کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۸ نېټه):
د افغانستان بانک د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی، چې تر دې وروسته د صرافانو ټول انفرادی جوازونه فسخه دی.
خبرپانه کاږی، د افغانستان بانک د غیر بانکی مالی موسسو په ځانګړې توګه د صرافیو او پولی خدمتونو د روڼتیا، ښه تنظیم او څارنې په موخه اړوند مقررات تعدیل او له معیارونو سره سم، لازم شرایط ورته وضع کړی دی.
د خبرپاڼې له مخې د افغانستان بانک له نویو شرایطو سره سم، ټول انفرادی جوازونه فسخ کړی او د تېر کال په بهیر کې یې ۸۷۶ صرافانو او د پولی خدمتونو وړاندې کوونکو ته شرکتی جوازونه ورکړی، چې د هغوی کړنې معیاری او په کړنو کې یې روڼتیا او اسانتیاوې رامنځته شی.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان بانک، د بانکی سکتور ترڅنګ، د غیر بانکی مالی موسسو چې صرافان، د پولی خدمتونو وړاندې کوونکی، د برېښنایی پیسو، تادیاتی او د وړو پورونو موسسې هم په دې کې شاملې دی، چې د تنظیم او پر کړنو د څارنې مسوولیت پرغاړه لری.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ