معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د افغانستان بانک د ګرځنده صرافانو د فعاليت بندولو لړۍ پيل کړه

د افغانستان بانک د ګرځنده صرافانو د فعاليت بندولو لړۍ پيل کړه

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۱۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغان حکومت مرکزي بانک، د کورنیو چارو وزارت، د استخباراتو ریاست او د صرافانو د اتحادیې لوري په خپره شوې ګډه اعلامیه کې د ګرځنده صرافیو کار ممنوع ګرځول شوی.

د افغانستان بانک ویاند ويلي، ګرځنده صرافان باید د فعالیت جواز ترلاسه کړي، څو په قانوني توګه خپل کار ته دوام ورکړي.

بل لور کابل کې د شهزاده سرای صرافانو ټولنه وايي، د اسعارو په بازارونو کې د ګرځنده صرافانو پر فعالیتونو بندیز نظم رامنځته کوي، خو له افغانستان بانک څخه هم غواړي چې د هغوی د بې‌ کارۍ مخنیوي لپاره باید یوه حل لار پیدا کړي.

تر دې وړاندې د سرپرست حکومت د اقتصادي مرستیال په مشرۍ اقتصادي کمېسیون د صرافانو لپاره د افغانستان بانک چمتو شوې طرحه د عملي کېدو وړ بللې وه.

د دغې طرحې له مخې، صرافان باید د جواز ترلاسه کولو لپاره ۵ میلیونه افغانۍ د ضمانت په توګه ورکړي او د پیسو د خدمتونو شرکتونه باید افغانستان بانک سره ۵۰ میلیونه افغانۍ د تضمین په توګه کیږدي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس