کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۱۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغان حکومت مرکزی بانک، د کورنیو چارو وزارت، د استخباراتو ریاست او د صرافانو د اتحادیې لوری په خپره شوې ګډه اعلامیه کې د ګرځنده صرافیو کار ممنوع ګرځول شوی.
د افغانستان بانک ویاند ویلی، ګرځنده صرافان باید د فعالیت جواز ترلاسه کړی، څو په قانونی توګه خپل کار ته دوام ورکړی.
بل لور کابل کې د شهزاده سرای صرافانو ټولنه وایی، د اسعارو په بازارونو کې د ګرځنده صرافانو پر فعالیتونو بندیز نظم رامنځته کوی، خو له افغانستان بانک څخه هم غواړی چې د هغوی د بې کارۍ مخنیوی لپاره باید یوه حل لار پیدا کړی.
تر دې وړاندې د سرپرست حکومت د اقتصادی مرستیال په مشرۍ اقتصادی کمېسیون د صرافانو لپاره د افغانستان بانک چمتو شوې طرحه د عملی کېدو وړ بللې وه.
د دغې طرحې له مخې، صرافان باید د جواز ترلاسه کولو لپاره ۵ میلیونه افغانۍ د ضمانت په توګه ورکړی او د پیسو د خدمتونو شرکتونه باید افغانستان بانک سره ۵۰ میلیونه افغانۍ د تضمین په توګه کیږدی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ