کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۱۹ مه نېټه):
د افغانستان بانک مسوولینو ویلی، د راتلونکې چهارشنبې په ورځ به ۱۷ میلیونه امریکایی ډالر د داوطلبۍ له لارې لیلام کړی.
یاد بانک له ټولو هغو سوداګریزو بانکونو، صرافانو او د پولی خدمتونو له شرکتونو چې په شرایطو برابر وی، غوښتی چې په دې داوطلبی کې برخه واخلی. د افغانستان بانک لیکلی، د داوطلبۍ ګټونکی دې خپل حسابونه د لیلام ورځې تر پایه تصفیه کړی.
د افغانستان بانک هره اونۍ ټاکلې اندازه امریکایی ډالر د افغانیو ارزښت ساتلو په موخه لیلاموی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ