کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان بانک رییس د صرافانو ټولنې له استازو سره په یوه کتنه کې د افغانۍ ارزښت ساتنې، احتکار او د اسعارو د قاچاق مخنیوی په اړه خبرې کړی.
د افغانستان بانک د خبر له مخې، د دې کتنې پر مهال د افغانستان بانک رییس احمد اغا ویلی، د بیو او اسعارو د تبادلې نرخونو کې بدلونونه یوازې افغانستان کې نه؛ بلکې د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې هم رامنځته کیږی.
نوموړی ډاډ ورکړی، چې د افغانۍ وروستی نوسانونه اقتصادی اړخ نه لری او د اندېښنې وړ نه ده.
همداراز هغه د افغانۍ د ثبات لپاره د مرکز او ولایتونو په کچه د لیلام پروسې له لارې د اسعارو وړاندې کولو، د اسعارو مبادلې ښه تنظیم لپاره د ځانګړی بازار رامنځته کولو په اړه د افغانستان بانک اقدامات هم صرافانو ته تشریح کړی دی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ