کابل-ګهیځ نیوز(د کب / حوت ۴ نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان بانک خبر ورکړی، چې د افغانیو ارزښت ساتلو په موخه غواړی، سبا یکشنبه د داوطلبۍ له لارې ۲۰ میلیونه امریکایی ډالره د لیلام په ډول وپلوری.
یاد بانک له سوداګریزو بانکونو، د صرافۍ او پولی خدمتونو له شرکتونو څخه، چې په شرایطو برابر وی غوښتنه کړې، چې په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړی او د داوطلبۍ ګټونکی اړ دی، څو خپل حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه تصفیه کړی.
د افغانستان بانک ویلی، چې د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمی تسویې ته اجازه نه ورکول کیږی او د داوطلبۍ ګټونکی اړ دی، چې د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل په نغدی ډول په ټاکلې موده کې د افغانستان بانک ته وسپاری.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ