کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د مرکزی بانک سرپرست د قطر سفارت له مستشار سره په کتنه کې ویلی، چې د افغانستان بانک د نړۍ د ټولو هېوادونو له مالی او بانکی بنسټونو سره د ښو او مناسبو اړیکو غوښتونکی دی.
د افغانستان بانک سرپرست او مردف القاشوطی د دواړو هېوادونو د مرکزی بانکونو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا، پر ډیجیټلایزېشن یا د برېښنایی بانکوالۍ پر پراختیا او پر ظرفیت لوړونې خبرې – اترې کړی.
د دغه بانک د خبرپاڼې پر بنسټ، مردف القاشوطی په دې کتنه کې له مرکزی بانک سره د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ