معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د افغانستان بانک له ملګرو ملتونو د برېښنايي خدمتونو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې

د افغانستان بانک له ملګرو ملتونو د برېښنايي خدمتونو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۳۱ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان بانک سرپرست رییس په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې له مشر سټیفن رودریګز سره کتنه کې په بېلابېلو مالي او بانکي موضوعاتو خبرې کړي.

د افغانستان بانک سرپرست رییس ویلي، د کوچینو کاروباریانو ملاتړ د هېواد په اقتصاد کې مهم رول لري چې خلکو ته د کار په رامنځته کولو کې مرسته کولای شي.

نوموړي د بې کارۍ کچې راکمولو په برخه کې د ملګرو ملتونو د لا زیاتو هلو – ځلو غوښتنه کړې.

په دې کتنه کې د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام مشر ویلي، د سرپرست حکومت له بیا واکمنۍ وروسته په افغانستان کې د افغانۍ د ثبات، د انفلاسیون د کنټرول، ټولیز اقتصادي پرمختګ، صادراتي ودې او د اداري فساد د مخنیوي په برخو کې د پام وړ پرمختګونه رامنځته شوي دي.

نوموړي ویلي، چې د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام په افغانستان کې د برېښنایي اداینو د پراختیا او کوچنیو پورونو په تمویل سره د مالي خدمتونو د پراختیا لپاره کار کوي، څو وکولی شي په دې برخه کې لا ډېر پرمختګونه رامنځته شي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس