کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۳۱ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان بانک سرپرست رییس په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایی ادارې له مشر سټیفن رودریګز سره کتنه کې په بېلابېلو مالی او بانکی موضوعاتو خبرې کړی.
د افغانستان بانک سرپرست رییس ویلی، د کوچینو کاروباریانو ملاتړ د هېواد په اقتصاد کې مهم رول لری چې خلکو ته د کار په رامنځته کولو کې مرسته کولای شی.
نوموړی د بې کارۍ کچې راکمولو په برخه کې د ملګرو ملتونو د لا زیاتو هلو – ځلو غوښتنه کړې.
په دې کتنه کې د ملګرو ملتونو د پرمختیایی پروګرام مشر ویلی، د سرپرست حکومت له بیا واکمنۍ وروسته په افغانستان کې د افغانۍ د ثبات، د انفلاسیون د کنټرول، ټولیز اقتصادی پرمختګ، صادراتی ودې او د اداری فساد د مخنیوی په برخو کې د پام وړ پرمختګونه رامنځته شوی دی.
نوموړی ویلی، چې د ملګرو ملتونو پرمختیایی پروګرام په افغانستان کې د برېښنایی اداینو د پراختیا او کوچنیو پورونو په تمویل سره د مالی خدمتونو د پراختیا لپاره کار کوی، څو وکولی شی په دې برخه کې لا ډېر پرمختګونه رامنځته شی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ