کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۱۵ مه نېټه):
د دغې بانک مسوولینو ویلی، نن دوشنبه به د داوطلبۍ له لارې ۱۶ میلیونه امریکایی ډالره لیلام کړی.
یاد بانک شنبې ورځ هم ۱۶ میلیونه امریکایی ډالر د داوطلبۍ له لارې لیلام کړل.
د افغانستان بانک له ټولو سوداګریزو بانکونو، صرافانو او د پولی خدمتونو له شرکتونو چې پر شرایطو برابر وی، غوښتنه کړې څو په دې داوطلبۍ کې برخه واخلی.
د افغانستان بانک زیاته کړې، چې د داوطلبۍ ګټونکی دې خپل حسابونه د لیلام ورځې تر پایه تصفیه کړی.
د دغه اندازه ډالر هره اونۍ یو یا دوه وار د افغانیو د ثبات ساتلو په موخه لیلام ته وړاندې کیږی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ