د افغانستان بانک نن یولس میلیون ډالره لیلاموی

ګهیځ نیوز: نن چهارشنبه (د چنګاښ ۱۵مه او د جولای میاشتې ۶مه نېټه ده) د افغانستان بانک نن یولس میلیون ډالره لیلاموی.
د افغانستان بانک په خپله ټویټرپاڼه کې له سوداګریزو بانکونو او د صرافۍ او د پولی خدمتونو له شرکتونو څخه چې په شرایطو برابر وی، غوښتنه کړې چې په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړی.
د داوطلبۍ ګټوونکی اړ دی څو خپل حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه پورې تصفیه کړی.
د افغانستان بانک له څو میاشتو راهیسې د افغانیو د ارزښت د ثابت ساتلو لپاره هره میاشت څو ځلې په لسګونو میلیون ډالرو لیلاموی.
د افغانستان بانک داسې مهال د ډالرو د لیلام خبره کوی چې په دې وروستیو کې د نفتی او خوراکی توکو بیې تر بل هر وخت لوړې شوی دی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.