ګهیځ: نن چهارشنبه (د سلواغې ۲۷مه) د افغانستان بانک له لوری رسنیو ته په استول شوې، خبرپاڼه کې راغلی چې نن چهارشنبه لس میلیونه امریکایی ډالر په بازار کې لیلامېږی او ټول بانکونه او پر شرایطو برابر د صرافۍ شرکتونه کولی شی په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړی.
په خبرپاڼه کې ویل شوی، د لیلام ګټونکی مکلف دی چې د چهارشنبې ورځې تر پایه خپله مالی معامله بشپړه کړی او خپلې ټولې پولی معاملې په یو ځلی توګه پرې کړی.
د افغانستان بانک وایی، د دې کار موخه دا ده چې د بهرنیو اسعارو، په ځانګړی ډول امریکایی ډالرو په وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړ شی.
د یادونې وړ ده چې پر افغانستان د اسلامی امارت له واکمنېدو وروسته، د افغانستان بانک د ډالرو له کمښت سره مخ و، خو په دې وروستیو کې د بشری مرستو په لړ کې افغانستان ته د نغدو پیسو سپارلو، تر یوه بربده دا تشه ډکه کړې ده.
گهیځ