کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومی ۹ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د افغانستان بانک مسوولینو ویلی، په ۲۰۲۳ کال کې د افغانیو ارزښت ۲۶ سلنه زیات شوی دی.
د راپور پر بنسټ، د دغه بانک مسوولینو زیاته کړې، چې د معقولو پولی پالیسو پلې کول، د افغانیو دودول، بهر ته د اسعارو د قاچاق مخنیوی، بهر ته د نغدی پیسو پر لېږد محدودیتونه، په دولتی کچه د غیر ضروری لګښتونو مخنیوی، د صادراتو زیاتېدل، روڼتیا او په هېواد کې د یو شمېر ملی او نړیوالو پروژو پیلېدل، هغه لاملونه دی، چې د افغانیو له ثابت پاتې کېدو سره یې مرسته کړې ده.
د کابل د شهزاده سرای صرافانو ټولنه بیا وایی، په بازار کې د نغدی پیسو کموالی هم د افغانیو ارزښت زیات کړی دی.
تر دې وړاندې هم یو شمېر بهرنیو رسنیو راپور ورکړی، چې تېر کال د افغانیو ارزښت ۱۴ سلنه زیاتوالی درلود او د نړیوال نوملړ په درېیم کتار کې یې ځای خپل کړی وو.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ