کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۱۸ مه نېټه):
وروسته تر هغې چې افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د نغدی بشری مرستو بندېدو په اړه خبرونو زور واخېست، په غبرګون کې یې د افغانستان بانک ویلی، له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د نغدی مرسته ییزو کڅوړو بندښت یا ځنډ حقیقت نه لری.
تېره ورځ یو شمېر سیمه ییزو رسنیو د افغانستان بانک د ویاند حسیب الله نوری له قوله خبر ورکړ چې نړیوالې ټولنې له افغانستان سره د ۴۰ میلیون ډالرو نغدی بشری مرستو کڅوړی چې هره اونۍ به یې دغه هیواد ته استولې ځنډولی دی.
بل لور د نږدې څلورو اونیو راهیسې، افغانستان ته د نړیوالې ټولنې د نغدی بشری مرستو ۴۰ میلیونی ډالریزو کڅوړو د راتلو کوم خبر هم نه دی خپور شوی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ