کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۱۳ نېټه):
د راپورونو له مخې د افغانستان بانک مسوولینو ويلي، هېواد کې د بانکي خدمتونو د معیاري کولو لپاره هڅې کوي.
د دغه بانک د مسوولینو په وینا یاده اداره هڅه کوي، چې د افغانیو ارزښت د نورو اسعارو پر وړاندې ثابت وساتي.
د اقتصادي چارو یو شمېر شنوونکي په دې باور دي، چې په افغانستان کې په تېرو دوو لسیزو کې بانکدارۍ ډېره وده کړې او دمګړۍ په هېواد کې د دوو بهرنیو بانکونو په ګډون ۱۲ بانکونه فعالیت لري.
د سرپرست حکومت له بیا واکمنېدو وروسته د نړیوالۍ ټولنې له لوري د افغانستان پر بانکونو ګڼ محدودیتونه ولګول شول چې په ترڅ کې یې اوس ډېری سوداګر نشي کولی خپلې پيسې بهر ته ولېږدوي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/