کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۱۳ نېټه):
د راپورونو له مخې د افغانستان بانک مسوولینو ویلی، هېواد کې د بانکی خدمتونو د معیاری کولو لپاره هڅې کوی.
د دغه بانک د مسوولینو په وینا یاده اداره هڅه کوی، چې د افغانیو ارزښت د نورو اسعارو پر وړاندې ثابت وساتی.
د اقتصادی چارو یو شمېر شنوونکی په دې باور دی، چې په افغانستان کې په تېرو دوو لسیزو کې بانکدارۍ ډېره وده کړې او دمګړۍ په هېواد کې د دوو بهرنیو بانکونو په ګډون ۱۲ بانکونه فعالیت لری.
د سرپرست حکومت له بیا واکمنېدو وروسته د نړیوالۍ ټولنې له لوری د افغانستان پر بانکونو ګڼ محدودیتونه ولګول شول چې په ترڅ کې یې اوس ډېری سوداګر نشی کولی خپلې پیسې بهر ته ولېږدوی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ