کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۲۴ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سرپرست حکومت اداری مرستیال د افغانستان بین المللی بانک یا AIB له رییس ابراهیم محب سره کتلی.
د خبر پر بنسټ محب په دغه کتنه کې د یاد بانک د خدمتونو، فعالیتونو او برنامو په اړه د سرپرست حکومت اداری مرستیال ته معلومات ورکړی او زیاته کړې یې ده، چې هېوادوالو ته د بانکی خدمتونو وړاندې کولو په موخه د دې بانک فعالیتونه په عادی ډول دوام لری.
نوموړی ویلی، مسوولین یې په پام کې لری چې د بانکدارۍ د برنامو سربېره د روغتیا، ساختمانی موادو د تولید او هوټلدارۍ په برخو کې هم پانګونه وکړی.
د سرپرست حکومت اداری مرستیال په دغه کتنه کې د بانکونو په ځانګړی ډول خصوصی بانکونو رول د هېواد د پرمختګ او پراختیا لپاره مهم بللی او ویلی یې دی، چې سرپرست حکومت له خصوصی سکتور څخه کلک ملاتړ کوی او هر ډول لازمې اسانتیاوې هم ورته برابروی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ