ګهیځ نیوز: نن دوشنبه (د زمری/اسد ۱۰مه او د اګسټ میاشتې لومړۍ نېټه ده) د لوړو زده کړو وزارت وایی، چې د کرونا وایروس او په هېواد کې د وروستیو بدلونونو له امله تېره تحصیلی دوره وځڼډېده، چې تر اوسه یې کلنۍ زده کړې نه دی بشپړې شوی.
د دغه وزارت ویاند مولوی خالقداد تقی په دې اړه وایی، د دې لپاره چې د نوی محصلینو د جذب لپاره ځای پیدا شی، د کانکور ازموینه به د وږی/ سنبلې میاشتې وروسته واخلی.
ښاغلی تقی ډاډ ورکړ، چې د ازموینې دا بهیر به تر پخوا روڼ او هیچا ته به هیڅ ډول ستونزه په کې نه وی.
گهیځ