کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۲۷ نېټه):
د فغانستان حکومت په سوډان کې د خپل مینځې جګړې د پیل له امله د یوې اعلامیې په خپرولو سره خپله ژوره خواشینی ښودلې ده.
په دغه خبر پاڼه کې چې د افغانستان حکومت د مرکزی ویاند له دفتر څخه رسنیو ته استول شوې ده راغلی دی چې د افغانستان حکومت لدې امله سخت خواشنی شوی چې زموږ په یوه ورور، مسلمان هیواد کې د مسلمانانو ترمنځ خپلمنځی جګړه نښتې او سوډانی ولس ځوروی.
د افغانستان حکومت د دې اعلامیې په ترڅ کې په سوډان کې د جګړې پر دواړو اړخو غږ کړی چې هر څه ژر د دې پېښې په ابتدا کې ژر جګړه ودروی او د منازعاتو د حل لپاره له سلا مشورو، سیاسی ډیالوګ او حوصلې څخه کار واخلی.
د اعلامیې په بله برخه کې یادونه شوې چې افغان ولس د یوه جنګ ځپلی هیواد او ملت په توګه وایی چې په جګړو کې ملتونه تباه کیږی، حکومتونه کمزوری کیږی او بهرنیو ناروا مداخلو ته لاره هواریږی.
اعلامیه همدا راز څرګندوی چې : “د هغو ستونزو په پرتله چې له امله یې هلته جګړه نښتې، د جګړې اضرار په څو چنده ډیریږی او د هغه هیواد خلکو او حاکمیت ته ګواښونه رامنیځته کوی. ”
په دغه اعلامیه کې همدا رنګه هیله څرګنده شوې چې په سوډان کې د مسلمانو وروڼو ترمنځ اختلافات ژر تر ژره حل شی او د جګړو لاملونه له مینځه ولاړ شی، تر څو د اعلامیې په خبره د هغه هیواد خلک له مشکلاتو څخه وژغورل شی.
د یادونې وړ ده چې د سوډان د پلازمینې خرطوم په ګډون په ګڼو ښارونو کې له تېرو دوه ورځو راهیسې خپل مینځی جګړه پیل شوې چې درانه تلفات هم له ځان سره لری.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ