ګهیځ: نن چهارشنبه (د کب ۴مه نېټه) د افغانستان د المپیک د ملی کمېټې چارواکی وایی، ډېر ژر به په ملی کچه د وزلوبې لیګ درېیم پړاو سیالۍ پیل شی.
د دې کمېټې د نشراتو رییس دادمحمد ناوک ویلی، د وزلوبې د لیګ ټول تخنیکی مسایل حل شوی او په نږدې ورځو کې به پیل شی، خو نوموړی یې د کره نېټې په اړه څه ونه ویل.
ښاغلی ناوک وویل، دا لیګ به د تېر په څېر په لوړ کیفیت د ۱۶ ولایتونو د لوبډلو ترمنځ په څلورو ګروپونو کې ترسره شی.
دی وایی، دا د وزلوبې د لیګ درېیم پړاو دی او د ملی ټلوېزیون له لوری به په ژوندۍ بڼه خپرې شی.
تېرکال د دې سیالیو پایلوبه د کندهار او کندز لوبډلو ترمنځ مساوی پای ته رسېدلې وه.
وزلوبه د افغانستان د لرغونو لوبو له ډلې څخه ده چې په ۱۳۹۵ لمریز کال د افغانستان د المپیک د ملی کمېټې له لوری د یوې ملی او رسمی لوبې په توګه ثبت شوه او فدراسیون یې رامنځته شو.
گهیځ