د افغانستان د آزادو سیالیو لوبغاړی جاوید بشارت د خپل برازیلی سیال په ماتولو پرلپسې ۱۴ مه بریا خپله کړه

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۲۵ مه نېټه):
جاوید بشارت چې د افغانستان د آزادو سیالیو لوبغاړی دی، خپل برازیلی سیال ته په UFC کې، چې نړۍ کې د آزادو سیالیو تر ټولو لوی سازمان دی، د پواینټونو پر مټ ماتې ورکړه.
دا سیالۍ چې د امریکا په لاس ویګاس کې ترسره شوه، افغان لوبغاړی په کې خپل سیال ته په ماتې ورکولو د مختلطو رزمی لوبو (MMA) کې خپله 14مه بریا ترلاسه کړه.
د هغه مخالف سیال له برازیل هېواد څخه د متئوس مینډونسا په نوم لوبغاړی و، چې په خپلو تېرو لسو لوبو کې پرته له بایلوده لس بریاوې درلودې.
افغان لوبغاړی د دغې لوبې تر کټلو وروسته یو بل امریکایی لوبغاړی کریس ګوتییریز چې د نړۍ په کچه یادو لوبو کې ۱۴م مقام لری، چلنج کړ.
په دې وروستیو کې د جاوید یو بل ورور فرید بشارت هم د UFC قرارداد ترلاسه کړ، چې د راپورونو له مخې ډېر ژر به په دغه سازمان کې له خپل امریکایی سیال سره سیالی وکړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.