کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۱۵ مه نېټه):
امریکا د ملی امنیت شورا د ستراتیژیکو اړیکو همغږی کوونکی جان کربی د امریکا غږ رسنۍ په خپلو تازه څرګندونو کې ویلی، چې سرپرست افغان حکومت د خپلو ژمنو څخه په سرغړونې باندې ځانونه نور هم منزوی کوی.
نوموړی پرته د نورو جزیاتو له ورکړې ویلی، چې د اوسنی سرپرست افغان حکومت دا کړنې به غبرګونونه ولری.
نوموړی زیاته کړې، چې اوسنی افغان چارواکی مشروعیت، مالی مرستې، پانګونه او له نړیوالې ټولنې سره یوځای کېدل غواړی، خو د کربی په وینا دوی د خپلو ژمنو خلاف عمل کوی.
دې امریکایی چارواکی ویلی، چې که سرپرست افغان حکومت غواړی چې مشروع وګڼل شی او د نړۍ لخوا په رسمیت وپیژندل شی، نو په خبره یې باید په خپلو شویو ژمنو عمل وکړی او د هغې مطابق چلند وکړی.
افغان لوری تر اوسه د نوموړی په څرګندونو غبرګون نه دی ښودلی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ