کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۶ مه نېټه):
د افغانستان د ریل پټلۍ ادارې یوه پلاوی ایران ته سفر وکړ د افغانستان د رېل پټلۍ اداره خبر ورکوی چې د دې ادارې د رئیس په مشرۍ یوه پلاوی ایران ته سفر کړی دی. یاده سرچینه وایی چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومی رئیس “بخت الرحمن شرافت” د یوه پلاوی په مشرۍ د خپل ایرانی سیال په رسمی بلنه نن(د وږی په شپږمه) هغه هېواد ته په رسمی سفر روان شو. د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ نوموړی به د دغه سفر په ترڅ کې له ایرانی لوری سره د خواف ـ هرات ۳مې ټوټې اوسپنې پټلۍ له لارې د انتقالاتو په چټکتیا، د اوسپنې پټلۍ ادارې کارکوونکو ته د لنډمهاله تخنیکی زده کړو په برابرولو او د دوه اړخیزو ریلی همکاریو پر پراختیا خبرې وکړی. سرچینې زیاته کړې، چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومی رئیس به د دې سفر په ترڅ کې همدارنګه د ایران له بېلا بېلو چارواکو سره هم وګوری. د یادونې وړ ده چې پدې وروستیو کې د افغانستان لویدیځ ګاونډی ایران سره د افغانستان د اوسنی مؤقت حکومت اړیکې ښې شوې دی او دواړه لوری په بېلابېلو برخو کې له یوه او بل سره د همکاریو خبره کوی. تر دې وړاندې د ایران د پارلمان د وکیلانو او ځینو چارواکیو یو پلاوی هم کابل ته راغلی او دلته یې له بېلابېلو افغان چارواکوو سره کتلی او پر دوه اړخیزه اړیکو یې خبرې اترې کړې دی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ