کابل- ګهیځ نیوز(د لیندۍ۶مه ۱۴۰۱):
د افغانستان حکومت د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکی وایی چې له پاکستان سره د ډنډ پټان د سرحدی لارې تړل کېدو خصوصی سکتور ته پراخ مالی زیانونه رسولی دی.
د راپورونو له مخې له پاکستان سره په پکتیا ولایت کې د ډنډ پټان لار د څو ورځو راپدېخوا په یاده سیمه کې د افغان او پاکستانی سرحدی ځواکونو ترمنځ د نښتې له امله تړل شوې ده.
په کابل کې د سوداګرۍ خونې پخوانی مرستیال خان جان الکوزی پدې اند دی چې د یادې لارې تړلی پاتې کېدل، له پاکستان د خصوصی سکتور راکړې ورکړې ته جدی زیان رسولی دی.
د سوداګریزو چارو دغه کار پوه وایی: “بدبختانه چې د دروازې بندول هر وخت سیاسی معضله وی، نه تنها په بولدک کې، کله کله په تورخم کې، همدا اوس په ډنډ پټان کې لاره بنده ده، هلته شرایط خراب دی. دا لارې چې بندې شی زموږ دواړو لورو ته خصوصی سکتور ته ډېر جدی زیان رسېږی.”
نوموړی همدا راز زیاتوی چې اوس مهال په ډنډ پټان کې دواړو لورو ته په توکو بار ګڼ موټر بند پاتې دی چې دده په خبره د لارې بندېدو دوام له امله سوداګرو ته پراخ مالی زیانونه رسېدلی دی.
هغه همدارنګه وویل چې څو ورځې مخکې د سپین بولدک ـ چمن لارې بندېدو له امله هم د دواړو لورو سوداګرو ته شاوخوا دوه میلیون ډالره زیان واوښت.
د الکوزی په خبره له پاکستانی لوری څخه یې څو څو ځله غوښتی چې خپلې سیاسی ستونزې له سوداګرۍ څخه بېلې کړی، خو دده په خبره کومه نتیجه یې نه ده ورکړې.
که څه هم افغان حکومت تر دې دمه رسماً د ډنډ پټان دروازې د تړل کېدو په اړه څه نه دی ویلی، خو ویل کېږی چې یاده دروازه څه باندې یوه اونۍ مخکې په سیمه کې د افغانانو لخوا د سړک ایستلو پر مهال د پاکستانی لوری د مخالفت له امله د رامنځته شوی نښتې وروسته بنده شوې ده.
د سیمې ځینی اوسېدونکی وایی چې د ډنډ پټان لارې بېرته خلاصولو په اړه د دواړو لورو ترمنځ ناستې شوی خو په خبره یې کومه نتیجه یې نه ده ورکړې. په داسې حال کې چې د لارې بندېدو له امله دواړو خواو ته د خلکو په ګډون په توکو بار موټر او ناروغان هم بند پاتې دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د ګهیځ له ټلیګرام خبری چینل سره یو ځای شئ⬇️
https://t.me/+AuWDZ2LArLI2MWE1
گهیځ