د افغانستان د علومو اکاډمۍ د ژبو او ادبیاتو د مرکز د علمی غړی او د ګهیځ لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې د مرستیال څېړنوال رحیم الله حریفال علمی او تحقیقی اثر” پښتو نیولوګیزم او ژبپوهنه” تر نامه لاندې اثر د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست له لوری چاپ او بازار ته راووت.
پدې کتاب کې د نویو جوړو شویو لغتونو لپاره د ژبې کارولو څرنګوالی د نیولوګیزم د اصطلاح په اړه معلومات، د موضوع په شالید او دا چې په پښتو ژبه کې د نیولوګیزم په اړه څومره کار شوی دی او همدا رنګه په ژبه کې د نیولوګیزم په اړه د ژبپوهنې دریځ، د نیولوګیزم تاریخی بهیر ته لنډه کتنه او دې ته ورته نور مطالب څېړل شوی دی.
همدارنګه په یاد څېړنیز اثر کې د ژبې پر لغوی زېرمه باندې د نیولوګیزم د اغېزو په اړه خبرې شوې دی او پر دې موضوع بحث شوی چې د پردیو کلمو ژباړه او بدلون نیولوګیزم ګڼل کېږی او که نه؟
د ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنه پداسې حال کې چې ددې علمی اثر د چاپ او خپریدو له امله د کتاب لیکوال او د ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې مرستیال “څېړنوال رحیم الله حریفال” ته مبارکی وایی، د افغانستان د علومواکاډمۍ له ادارې هم مننه کوی چې ددې ډول علمی او څېړنیزو کتابونو په خپرولو سره، د هېواد او هېواد والو په خدمت کې ده.
درنښت
د ګهیځ لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې اداره
گهیځ