د افغانستان د وګړو شمېر ۳۵،۸ میلیونه اټکل شو

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۱۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملی ادارې د یو کلنو لاسته راوړنو تشریح غونډه کې وویل، چې تېرکال د هېواد په کچه د وګړو سر شمېرنه شوې، چې په ترڅ کې یې د افغاستان د وګړو شمېر ۳۵.۸ میلیونه اټکل شوی، چې ۱۸.۲ میلیونه نارینه او ۱۷.۵ میلیونه یې ښځې دی.

د دغې ادارې رییس ډاکتر فقیرمحمد زیار ویلی، د دې شمېرنې له مخې ۹.۲ میلیونه وګړی په ښارونو او ۲۵ میلیونه نور یې په کلیوالی سیمو کې ژوند کوی.

زیار ویلی، د کره او دقیقو شمېرو موندلو په منظور د وروستی یوه کال پر مهال په بېلابېلو برخو کې ګڼې سروې ګانې تر سره او پایلې یې له اړوندو ادارو سره شریکې شوې دی.

وړاندې تر دې داسې اټکل کېده، چې ګنې افغانستان نفوس به شاوخوا ۴۰ میلیونو ته رسېدلی وی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.