د افغانستان د کارګرانو ټولنې خپل فعالیت بیاځلې پیل کړ

کابل-ګهیځ نیوز(د وری/ حمل ۴ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولینو ویلی، چې د افغانستان د کارګرانو ملی ټولنې “امکا” کابل کې بیا ځلې فعالیت پیل کړ.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال محمد زاهد احمدزی په دې مناسبت یوې غونډې ته ویلی، دغه وزارت د افغانستان د قوانینو په مطابق د کارګرانو له حقونو ملاتړ کوی او د هغوی ستونزو ته به رسېدنه وکړی.

د کارګرانو ملی ټولنې د فعالیت بیا پیلېدو سره هم‌ مهاله د کار او ټولنیزو چارو وزارت عبدالمتین مولوی‌ زاده د دغه بنسټ سرپرست په توګه معرفی کړی.

د افغانستان د کارګرانو ملی ټولنې سرپرست ویلی، د کارګرانو غوښتنې به د کار قانون پر بنسټ په منسجم ډول د سرپرست حکومت له مسوولینو سره شریکې کړی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.