کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۲۱ مه نېټه):
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د حکومت د سرمفتش ادارې، سیګار په خپل تازه راپور کې ویلی، د افغانستان د کانونو د استخراج په برخه کې د امریکا مرستې پر ځای نه دی لګېدلی.
سیګار زیاته کړې هغه هدف چې د دې کانونو په استخراج سره بهرنۍ پانګونه جلب او د افغانستان اقتصاد په خپلو پښو ودرېږی، لاس ته نه دی راغلی.
دغې ادارې دغه راز د خپلو څېړنو وروسته زیاته کړې، امریکا له ۲۰۰۴ کال څخه تر ۲۰۲۱ کال پورې د کانونو د سروې، کشف، قوانینو او ظرفیت لوړولو په برخه کې نږدې ۹۶۲.۶ میلیونه ډالره مرسته کړې وه، خو د کانونو د اړوند قوانینو په اصلاح کې د افغانستان ناتوانی، د چارواکو او مسولینو ژر تبدیلی، نا امنی، فساد، د زېربناو نشتوالی او د استخراجی صنایعو د روڼتیا له سټندرډ څخه د افغانستان تعلیق کول د دې لامل شوی، چې د کانونو د استخراج په برخه کې شوې مرستې بې له کومې معلومې پایلې بې ځایه وی.
سیګار د افغانستان د کانونو د استخراج په برخه کې د امریکایی ادارو له خوا د مرستو پر څارلو هم نیوکه کړې.
د دوی په وینا، د تاکل شوی هدف په نه ترلاسه کولو کې د امریکا کمزوری څار هم یو له دلیلونو څخه دی.
د دی چارو ډېری پوهان نیوکی کوی چې امریکا په خپل شل کلن حضور کې ډېری کارونه نیمګړی او یا لرې تر دې چې دایمی کار وکړی، د افغانستان په اقتصادی او امنیتی توانمندۍ کې یې بې غوری کړې وه.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ