کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۲مه نېټه):
د راپورونو له مخې د افغانستان د شتمنیو د ساتنې صندوق د مدیره پلاوی یو غړی شاه محمد محرابی ویلی، هڅه کوی چې د هېواد د اسعاری زېرمو ۳٫۵ میلیارد ډالره له ګټې سره یې افغانستان ته راولېږدوی.
نوموړی ټینګار کړی، چې د افغانستان د شتمنۍ هغه ۳٫۵ میلیارد ډالره چې د نړیوال حساب د تسویې په موخه د سویس په جینیوا کې په یوه بانک کې ساتل کیږی، د افغانانو د بشری اړتیاوو د پوره کولو لپاره په پام کې نه دی نیول شوی.
محرابی زیاتوی، چې له دغو پیسو هر ډول ترلاسه شوی عواید به د افغانیو د ثابت ساتلو لپاره ولګول شی.
د افغانستان د شتمنۍ د ساتنې صندوق د ۱۴۰۱ کال د وږی په ۲۴مه په دې موخه جوړ شو، چې د افغانستان د شتمنۍ یوه برخه چې ۳٫۵ میلیاردې ډالره دی، د سوېس په یوه بانک کې وساتل شی او د دغه صندوق د مدیره پلاوی غړی، شاه محمد محرابی ویلی، دغو ۳٫۵ میلیارد ډالرو تر دې دمه ۱۲۸ میلیون ډالره ګټه کړې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ