د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو په اړه د امریکا له قانونی شورا سره د خبرو د کولو غوښتنه شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۱۹ مه نېټه):
د افغانستان بانک د تفتیش کمېټې مشر ویلی، د افغانستان د شتمنیو له منځه د هغو ۳،۴ میلیارده ډالرو د ساتنې پخاطر، چې امریکا د سپټمبر د یوولسمې د برید قربانیانو کورنیو ته ځانګړی کړی، په اړه یې باید د افغانستان بانک مسوولین د امریکا له قانونی شورا سره خبرې وکړی.
نوموړی ویلی، د امریکا له قضایی بهیره د خپلو ارزی زېرمو د ساتنې په موخه باید دغه خبرې ترسره شی، چې د ده په خبره دا به د امریکا په قضایی بهیر کې د افغانستان د شتمنیو په ساتنه کې مرسته وکړی.
تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر جوبایډن د امریکا د استازو جرګې او مشرانو جرګې ته یو لیک استولی و، چې نوموړی په کې د خپل دغه فرمان د تمدید خبره کړې وه.
د سرپرست افغان حکومت چارواکی بیا وایی، که‌ چېرې امریکا د افغانستان شتمنۍ آزادې نه کړی، دوی به له نورو قانونی لارو د خپلو شتمنیو د آزادولو لپاره ګامونه واخلی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.