ګهیځ نیوز: نن شنبه (د غبرګولی یا جوزا ۱۴مه او جون میاشتې ۴مه نېټه ده) د کابل په ګډون د هېواد د څلورو هوایی ډګرونو د امنیت چارې د عربی متحده اماراتو یوه شرکت ته سپارل شوی.
د ا.ا امارت حکومت د هېواد د څلورو هوایی ډګرونو د عملیاتو او امنیت چارې په رسمی ډول د متحده عربی اماراتو یوه شرکت ته وسپارلې.
د ملکی هوایی چلند ادارې ویلی، چې د غبرګولی له ۱۳مې څخه د کابل، کندهار، هرات او مزارشریف د هوایی ډګرونو د عملیاتی او امنیتی چارو مسوولیت په رسمی ډول د ګاک سلوشن په نوم اماراتی شرکت ته سپارل شوی.
گهیځ