معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د افغانستان روان سیاسي وضعیت د پاکستان د توقع خلاف دی

د افغانستان روان سیاسي وضعیت د پاکستان د توقع خلاف دی

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۴ مه نېټه):
افغانستان کې د پاکستان پخواني سفیر منصور احمد خان د بول خبري شبکې د ویب پاڼې په یوه مقاله کې لیکلي، د افغانستان اوسنی سیاسي وضعیت د اسلام آباد د توقع او اوږدمهاله اقتصادي ګټو خلاف دی.
نوموړي په خپله مقاله کې لیکلي، چې پاکستان باید په افغانستان کې د سیمې د هېوادونو په ګډون د اقتصادي پروژو په پیلولو سره د اوسنیو واکمنانو زړونه خپل او رهبري وکړي.
د پاکستان پخواني سفیر وړاندې لیکلي، نه د افغانستان وضعیت او نه هم د دوه اړخیزو اړیکو هغسې کار چې پاکستان یې تمه درلوده، روان دی.
افغانستان باندې د نوي حکومت تر واکمنۍ وروسته منصور احمد خان په کابل کې د پاکستان د استازي په توګه دنده مخته وړله.
دې وروستیو کې څو وار په نړیوالو دریځونو کې پاکستاني چارواکو د افغانستان په اوسني نظام نیوکه وکړه او تور یې پورې کړ چې پاکستاني طالبان د افغانستان له خاورې د دغه هېواد پر امنیتي ځواکونو د بریدونو لپاره کار اخلي، خو افغان چارواکو بیا دغو څرګندونو ته تند ځواب ورکړ او ټینګار یې وکړ چې افغان خاروه به د هېڅ کوم هېواد په خلاف ونه کارول شي.
هېره دې نه وي چې دې وروستیو کې د افغان او پاکستاني پوله ساتو ځواکونو تر منځ پکتیا او د کندهار په سپین بولدک کې نښتې هم ترسره شوې.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس