د افغانستان روان سیاسی وضعیت د پاکستان د توقع خلاف دی

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۴ مه نېټه):
افغانستان کې د پاکستان پخوانی سفیر منصور احمد خان د بول خبری شبکې د ویب پاڼې په یوه مقاله کې لیکلی، د افغانستان اوسنی سیاسی وضعیت د اسلام آباد د توقع او اوږدمهاله اقتصادی ګټو خلاف دی.
نوموړی په خپله مقاله کې لیکلی، چې پاکستان باید په افغانستان کې د سیمې د هېوادونو په ګډون د اقتصادی پروژو په پیلولو سره د اوسنیو واکمنانو زړونه خپل او رهبری وکړی.
د پاکستان پخوانی سفیر وړاندې لیکلی، نه د افغانستان وضعیت او نه هم د دوه اړخیزو اړیکو هغسې کار چې پاکستان یې تمه درلوده، روان دی.
افغانستان باندې د نوی حکومت تر واکمنۍ وروسته منصور احمد خان په کابل کې د پاکستان د استازی په توګه دنده مخته وړله.
دې وروستیو کې څو وار په نړیوالو دریځونو کې پاکستانی چارواکو د افغانستان په اوسنی نظام نیوکه وکړه او تور یې پورې کړ چې پاکستانی طالبان د افغانستان له خاورې د دغه هېواد پر امنیتی ځواکونو د بریدونو لپاره کار اخلی، خو افغان چارواکو بیا دغو څرګندونو ته تند ځواب ورکړ او ټینګار یې وکړ چې افغان خاروه به د هېڅ کوم هېواد په خلاف ونه کارول شی.
هېره دې نه وی چې دې وروستیو کې د افغان او پاکستانی پوله ساتو ځواکونو تر منځ پکتیا او د کندهار په سپین بولدک کې نښتې هم ترسره شوې.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.